پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې
 
              
۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲ه.ش
١۷ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي د خپل کار پیل څخه تر دې دمه ۳۲۲۴۸.۳۵۵ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص کړي او ترڅنګ یې ۱۶۱.۰۷۷ جریبه غصب شوي ځمکه یې له غصب څخه راګرځولي دي.
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې غړو ددې ولایت له والي سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ خپلې ستونزې او وړاندیزونه د پروان ولایت والي سره شریک او د خپلو کړنو راپور یې والي ته وړاندې کړل.
په همدې حال کې د پروان ولایت والي یاد تخنیکي پلاوي سره د هرراز همکاريو ژمنه وکړه.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
