پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۲:۵۱
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

٢۵ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
دغه راز یاد پلاوی د پروان ولایت د بگرام ولسوالی  د خم کلان سیمې دویمې برخې اړوند خانقا سیمه کې تر سره کړه دا کړنه د تخنيكي پلاوی د کدستر سروی او او تخنیکي پلاوی د سکرتريت په مشرې ترسره شو، چې د اراضي ادارې کدستر فني غړو کارمندانو په همکارۍ سره هم پر ۲۸ غاصبینو کورونو، کروندو  باندې تر سره شو چې په  نوموړې سیمه کې غاصبینو له ځمکې لاندې اوبونه ګټه هم پورته کړې او بعضو غاصبینو په نورو د سیمه وکړو باندی پلورلې ده ورسره د ١٨٢٥ کدستري قطعه سرحدات هم تعین کړل شو دا ټولې بریالې کړنه د کدستري ١٨٢٥ قطعه سیمه باندی تر سره کړه  چې په ترڅ کې يي 120.78 جریبه ځمکه تشخيص او تثبيت شو  او د تصفیه لپاره د غاصبینو جدول هم په کامیابی سره ډک کړل شو. 
همداراز دباریکاب سیمه کې دکوه صافي سړک په امتدادیو کرنیزه ځمکه چې غاصبینو په کې غنم کرلې وو اجارې ورکولوته اماده کړه  او کوه صافي او بګرام سرحد کې خلکو آبادۍ کوله دهغوی مخنیوی یې وکړی وه  او همداشان دباریکاب خوړکې دقدرت الله په نوم تازه ابادۍ کړی وه، چې د تخنیکي پلاوي له خوا ویجاړه شوه او دباریکاب خوړ کې څه باندې ۸۱ جریبه چې په غیر قانوني توګه اباده کړې وه غاصب یې را وغوښته چې قانونې چلند به ورسره کېږي.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت