پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۰:۲۳
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې


پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
دغه راز یاد پلاوی د پروان ولایت د بگرام ولسوالی  د خم کلان سیمې دویمې برخې اړوند قورخ چي او خانقا سیمه کې تر سره کړه دا کړنه د تخنيكي پلاوی د کدستر سروی او او تخنیکي پلاوی د سکرتريت په مشرې ترسره شو، چې د اراضي ادارې کدستر فني غړو کارمندانو په همکارۍ سره هم پر ٣٥ غاصبینو کورونو، کروندو  باندې تر سره شو چې په  نوموړې سیمه کې غاصبینو له ځمکې لاندې اوبونه ګټه هم پورته کړې او بعضو غاصبینو په نورو د سیمه وکړو باندی پلورلې ده ورسره د ١٨٢٥ کدستري قطعه سرحدات هم تعین کړل شو دا ټولې بریالې کړنه د کدستري ١٨٢٥ قطعه سیمه باندی تر سره کړه  چې په ترڅ کې يي 120.78 جریبه ځمکه تشخيص او تثبيت شو  او د تصفیه لپاره د غاصبینو جدول هم په کامیابی سره ډک کړل شو. 
همداراز دباریکاب سیمه کې دکوه صافي سړک په امتدادیو کرنیزه ځمکه چې غاصبینو په کې غنم کرلې وو اجارې ورکولوته اماده کړه  او کوه صافي او بګرام سرحد کې خلکو آبادۍ کوله دهغوی مخنیوی یې وکړی وه  او همداشان دباریکاب خوړکې دقدرت الله په نوم تازه ابادۍ کړی وه، چې د تخنیکي پلاوي له خوا ویجاړه شوه او دباریکاب خوړ کې تقریبا ۱۰۰ جریبه چې په غیر قانوني توګه اباده کړې وه غاصب یې را وغوښته چې قانونې چلند به ورسره کېږي.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت