پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې
۱ مرغومې ۱۴۰۱ه.ش
۲۸ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
په دې غونډ کې د کمېټي غړود خم کلان سیمې د ١٨٢٧ کدستري قطعې GPS پواینټونه بشپړ کړل او د نو موړې قطعې هر اړخيزه سرحدونه وټاکل شول چې په ترڅ کي یی د قطعې پاتې برخه چې دپاسه ٦٠٠٠ جریبه ځمکه و تشخيص او تثبيت کړه او یادونه هم وکړه هغه برخه د ځمکې چې د درياب خواته پرته و او په کدستري قطه کې نه و شامل هم تثبيت کړل شو چې مقدار یی په حدود ٥٠٠ جريب ځمکه راغله.
چي په نوموړي غصب شوې ځمکه کې د غاصبینو لخوا په کې کورونه ، زراعتي کرونده ، سړه خونه او بعضې سؤ استفاده اشخاصو لخوا پر عامو خلکو باندې ځمکه پلورل یی دي او دغو وکړو له تخنیکي هیت سخه وغښتل چې عدالت تامین شو.
په غونډه، کې دا پریکړه وشو چې د قطی د پشپړه کیدو سره سم پوره راپور له مرکزي کميسيون سره شریک کړي او ورسره په بله سیمه د بګرام ولسوالي د عمل پلان معلوم کولو لپاره له کډسټر مسؤل نه د معلوماتو غوښتنه وکړ.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
