پراختيايي پروژو په هکله نړيوال بانک سره د کرنې وزير خبرې

naim.rezai
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۶:۳۱
پراختيايي پروژو په هکله نړيوال بانک سره د کرنې وزير خبرې

۱۶ غبرګولي ۱۴۰۰
 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي، د ويډيو کنفرانس له لارې نن په افغانستان کې د نړيوال بانک عملياتي مشرې  هما زهرا فتوحي سره د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروې  (EATS) او د OMAID پروژې په هکله خبرې وکړې.
په دې خبرو اترو کې د نړيوال بانک يوشمېر نورو چارواکو او د کرنې او خوړوخونديتوب بېړنۍ پروژې رييس فهيم رحيم هم حضور درلود.
په افغانستان کې د نړيوال بانک عملياتي مشرې هما زهرا فتوحي، يووار بيا د کرنيزو پروژو د ملاتړ په پار ددې بانک دملاتړ ډاډ ورکړ.
مېرمن فتوحي دغه راز د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې د چټک پلي کېدو او ماليې وزارت سره په همغږی د  OMAID پروژې د ډيزاين د چارو د چټکتيا غوښتونکی شوه.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي له ياد وزارت سره د نړيوال بانک له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وويل، هلې ځلې کېږي چې د EATS پروژې د پلي کېدو لړۍ او ددې پروژې له لارې بزګرانو ته د چوپړتياوو وړاندې کولو لړۍ چټک شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت