هېواد کې دنړيوال بانک له چارواکو سره دکرنې وزير خبرې؛ دنړيوال بانک تر تمويل لاندې پروژو دلاښه پلي کېدو په پار خبرې اترې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۶:۳۲
صحبت وزیر زراعت با مسوولان بانک جهانی در کشور؛ گفت‌وگو بر محور تطبیق بهتر پروژه‌های تحت تمویل بانک جهانی


۲۶ليندۍ ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي دنړيوال بانک له چارواکو سره د دواړو بنسټونو دبېلابېلو موضوعاتو په هکله د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
ښاغلی احدي دکرنې په برخه کې دپروژو دتمويل په پار له نړيوال بانک څخه دمننې ترڅنګ په ځانګړې توګه دکرنې دودې اوخوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې EATS دتدارکاتي پړاوونو داسانتياوو او پروخت پلي کېدو خبرې وکړی.
په دې ويډيو کنفرانس کې، دنړيوال بانک عملياتي مسوول همازاهرا فتوحي او ددې بانک ټولو چارواکو ګډون درلود. ښاغلی احدي په دې ويډيو کنفرانس کې دنړيوال بانک له چارواکو څخه د کرنې دودې او خوړو خوديتوب دبېړنۍ پروژې دپروقت پلي کېدو، دچوپړتياوو وړاندې کولو ښه والی او دتدارکاتي پړاوونو د چارو دچټکتيا غوښتنه وکړه.
په دې خبرو اترو کې دنړيوال بانک چارواکو ژمنه وکړه، چې په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه دکرنې دودې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې دپلي کېدو په برخه کې دکرنې وزارت سره همکاري کوي.
په هېواد کې دنړيوال بانک عملياتي مسوول هما زاهرا فتوحي دکرنې له وزير څخه دمننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په لاډېرو همغږيو سره به دکرنې وزارت سره همکاري کوي.
هغه دغه راز زياته کړه، هلې ځلې کيږي، چې په ۲۰۲۱ام کال کې د اميد پروژه پيل شي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت