هلمند کې نږدې زر بزګرانو او ۵۰۰ مالدارانو ته کرنیزې او مالدارۍ مرستې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۲۸

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د همکارو بنسټونو په ملاتړ، نږدې ۱۰۰۰ بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې، ۵۰۰ مالدارانو ته د څارویو کنجاره، او د نادعلی ولسوالۍ بزګرانو، مالدارانو او باغدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه، چې موخه یې د حاصلاتو زیاتوالی او د کرنې او مالدارۍ پیاوړتیا ده.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اف جي اې» موسسې په همکارۍ نږدې ۱۰۰۰ بزګرانو ته اصلاح شوي د غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل. د یادې مرستې په ترڅ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه توره سره، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکړل شول، څو د بزګرانو حاصلات لوړ او کرنیز تولید پیاوړی شي.
همدارنګه د یاد ریاست له لوري د کرنې د پرمختګ نړۍوالې موسسې (او اېچ ډبلیو) په همکارۍ ۵۰۰ مالدارانو ته د څارویو کنجاړه ووېشل شوه، چې په ترڅ کې هر مالدار ته څلور بوجۍ کنجاړه ورکړل شوې، څو د خپلو مالونو د خوراک لپاره ترې استفاده وکړي. دغه مرسته د مالدارانو د اړتیاوو پوره کولو، د څارویو د ښه ساتنې او د مالدارۍ د پرمختګ په موخه ترسره شوه.
سربېره پر دې، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې پوهنتون د مسلکي استادانو په مټ، د نادعلی ولسوالی یو شمېر بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړه. په یاده روزنه کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې مهم علمي معلومات او عملي تجربې له ګډونوالو سره شریکې شوې، تر څو د دوی مسلکي وړتیاوې لوړې او د حاصلاتو کچه یې زیاته شي.
په همدې لړ کې بزګرانو د یادو مرستو له امله د کرنې ریاست څخه مننه وکړه او د اصلاح شویو تخمونو او د کرنې په برخه کې د لا نورو مرستو غوښتنه یې وکړه. د نادعلی ولسوالی د کرنې مدیریت مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې دغه غوښتنې به د ریاست له مقام سره شریکې او د شته امکاناتو په چوکاټ کې به لازمې همکارۍ ترسره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۳۳
Background image

پکتیکا کې د لسګونو ونو د ناقانونه وهلو قضیه ثبت او عدلي مراجعو ته وسپارل شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نعمت اباد ولسوالی د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو د خپلو دوامدارو څارنو په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۲۰
Background image

کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو د ترویج. . .

بازگشت