هلمند کې له جوارو د څارویو د خوراکي توکو د تولیدي فابریکې چارې پراخیږي

user-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۴:۱۵
کار «فابریکه‌ی تولید خوراکه‌ی حیوانی از جواری» در هلمند گسترش می‌یابد

۱۶مرغومې ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د افغانستان پراختیا ملي اداره غواړي، چې په دې ولایت کې له جوارو د څارویو د خوراکي توکو «سایلج» جوړولو په برخه کې خصوصي سکټور سره مالي او تخنیکي مرستې وکړې.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې وروستیو کې د هلمند دکرنې ریاست په هلو ځلو د خصوصي سکټور له لارې له جوارو او د جوارو له بوټو(کړبو) څخه د څارویو د خوراکي توکو «سایلج» جوړولوچارې په ازمایښتي ډول پیل شوي دي، چې اوس د خصوصي سکټور په ملاتړ سره غواړي، چې ددې ولایت د مالدارانو اړتیاوو پوره کولو لپاره د سایلج جوړولو چارې پراخې کړي.
ښاغلی الکو وایي، چې هلمند هر کال زرګونه ټنه جوار تولیدوي، ددې لپاره چې د جوارو لپاره د بازارموندنې زمینه برابره او د څارویو د اړتیا وړ خوراکي توکي چمتو شي، د هلمند دکرنې ریاست غواړي، چې په دې ولایت کې د سایلج فابریکه پیاوړې کړي.
د یادې فابریکې له لارې د هلمندي مالدارانو مالونو لپاره باکیفیته خواراکي توکي برابریږي او ترڅنګ یې نورو ولایتونو ته به یې هم د لېږد زمینه برابره شي، چې د نورو ګټو ترڅنګ یوشمېر کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابریږي.
د هلمند دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا په پار مالدارانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړې، ترڅو د بزګرانو او مالدارانو د عوایدو کچه لوړ او اقتصادي وضعیت یې ورسره ښه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې. . .

بازگشت