هلمند کې لسګونو بزګرانو ته د غنمو د پېرلو کړنلاره تشریح شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۱:۳۹
هلمند کې لسګونو بزګرانو ته د غنمو د پېرلو کړنلاره تشریح شوه

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا لسګونو بزګرانو ته په لښکرګاه کې د غنمو د پیرلو شرطونه او کړنلاره تشریح شوه.
په دې غونډه کې د کرنې رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج، د کرنې وزارت استازي انجنیر غلام فارم، د ولایت مقام استازي مفتي روحاني، د لښکرګاه ښاروالۍ استازي نعمت الله وفا او د صنعت او سوداګرۍ ریاست استازي عبدالحی مطمئن ګډون درلود. 
د غونډې په پیل کې د کرنې رییس وهاج په خپله وینا کې وویل چې د غنمو د پېرلو لومړی حق د بزګرانو دی او د دې لپاره چې واقعي بزګران وپېژندل شي، د اړوندو ولسوالیو د کرنې مسوولین به د بزګرانو تایید ترسره کوي. همدارنګه یې د پروسې په روڼتیا ټینګار وکړ. 
ورپسې د کرنې وزارت، ولایت مقام، ښاروالۍ او سوداګرۍ ریاستونو استازو په خپل وار د غنمو د پېرلو شرایط او اړوند نور موارد په تفصیل سره بزګرانو ته بیان کړل. د غونډې په پای کې د بزګرانو پوښتنو ته د ګډې کمېټې استازو ځوابونه ورکړل. 
د یادولوړ ده، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین په ځانګړي حکم به هلمند کې (٥٥١٠) مټریک ټنه غنم له بزګرانو څخه پېرل کېږي، چې اداري چارې یې بشپړې شوي او ژر به د ګډې کمېټې لخوا عملي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت