هلمند کې د خرما بڼونو دودولو په پار هڅې 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۱۸
هلمند کې د خرما بڼونو دودولو په پار هڅې 

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په دې وروستیو کې هڅې روانې دي، چې په دې ولایت کې د ارزښت لرونکو اصلاح شويو نیالګيو په اړه بڼوالو ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو هغوی وهڅيږي، چې په خپلو کروندو کې یې وکري او له مخې یې خپل اقتصاد ورباندې پیاوړی کړي.
د همدې پوهاوی په پایله کې ددې ولایت عامو بزګرانو د کرنې ریاست د لارښؤنو مطابق پخپلو ځمکو کې د خرما بڼونو جوړولو ته مخه کړې ده، چې دا مهال په ٢٨ جریبه ځمکه کې د هلمند په باباجي، نادعلي او مارجې ولسوالیو کې ګڼو بزګرو په خپل شخصي لګښت د خرما نوي بڼونه جوړ کړل ترڅو په راتلونکي کې ورڅخه د پام وړ عاید ترلاسه کړي.
دغه بڼونه په داسې حال کې جوړیږي چې تېر کال دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د مرکز لښکرګاه، ناوې، نوزاد، موسی کلا او ګرمسېر ولسوالیو کې نږدې ١٠ جریبه ځمکه کې د خرما ننداریز او ازمایښتي بڼونه بزګرو ته جوړ شول، ترڅو نور بزګر هم وهڅېږي او پخپلو ځمکو کې د خرما بڼونه ورغوي.
ددې ترڅنګ هغو بڼوالو ته چې د خرما بڼونه ورته جوړ شوي دي د یادو بڼونو د ښې روزنې او پالنې په برخه کې ورته د مسلکي کارکؤنکو لخوا زده کړې او یو شمېر کرنیز توکي هم ورکړل شوي دي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو اصلاح او پیاوړتیا په موخه د مختلفو برنامو له لارې د بزګرو لاسنیوی کوي ترڅو هغوۍ وهڅېږي، چې د مشروع کرکېلي له لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت