هلمند کې بزگرانو ته د غنمو د ناروغيو په هکله عامه پوهاوي ورکول کيږي
٢٦ ورى ١٣٩٩
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د کرنې ادارې اړوند دبوټو ساتنې مدیریت فني کارمندانو لخوا د کفشک حشرې د میخانیکي مخنیوى او د غنمو سرخي ناروغۍ په اړه بزګرو ته په عملي او نظري ډول زده کړې ورکول کیږي.
د كفشك حشره چې هلمند کې پر غنمو حملې کوي، د غنمو له شيرې، پاڼو ،تنې او دانې څخه تغذيه كوي, او پر همدې وخت دا حشره د غنمو دانو ته بدبويي اوزهري مواد داخلوي ، كه له دوو څخه تر درې سلنې پورې غنم كفشك خوړلي وي نو د ټولو غنمو خوند خرابيږي، ښه ډوډۍ نه وركوي او له ګټې وځي.
همدارنګه د غنمو سرخي ناروغي چې په دې وروستیو کې یې د هلمند ولایت یوشمېر کروندې تر اغیز لاندې رواستلي دي بزګرو ته یې د مخنوي په اړه لازمې لارښوونې کیږي.
د کرنې ادارې د بوټي ساتني فني کارکونکو لخوا د نهرسراج په ولسوالۍ کې بزګرو ته دنوموړې حشرې او سرخي ناروغۍ دمخنیوي په پار په عملي ډول لارښونې پیل شوي دي چې دا لړۍ به په نورو ولسوالیو کې هم ادامه ولري.
