هرات کې د ډنمارک کمېټې د کرنې او مالدارۍ د مسؤلینو او کرنې ریاست ترمنځ تعارفي غونډه وشوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۱۰

په هرات ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج آخندزاده ملاعبدالحی منیر په مشرۍ د ډنمارک کمېټې (ډي آر سي) د لویدیځ زون د کرنې او مالدارۍ برخې مسؤلینو سره تعارفي غونډه وشوه.
په پیل کې، د هرات د کرنې رییس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. له هغه وروسته د ډنمارک کمېټې مسؤلینو د خپلو فعالیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل. یاد فعالیتونه د هرات په څلورو ولسوالیو؛ ګذرې، انجیل، پشتون زرغون او زنده جان کې پلي کېږي، چې په ترڅ کې یې   دګذرې په ولسوالی کې د یوه لوی چکډیم جوړونې چارې چې د ۱۵۰۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، بزګرانو ته د ۴۰۰ مرستندویه کڅوړو وېش چې پکې د غنمو تخم او کیمیاوي سره شامل دي، د ۹۰ کاریزونو پاکول، د غالۍ اوبدلو او زعفرانو د وچولو ماشینونو وېش، د«کار په بدل کې د پیسو» پروژې پلي کول او نورې لویې او وړې پروژې شاملې دي.  
په پای کې د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج آخندزاده ملاعبدالحی منیر ټینګار وکړ، چې د هېواد ځان‌بسیاینې لپاره د کرنې او مالدارۍ پراختیا غوره لار ده. هغه زیاته کړه: «موږ او تاسې مسوول یو، چې یو ځای کار وکړو او د کرنې په برخه کې پرمختګ ته لاسرسی پیدا کړو. د هرات د کرنې ریاست تل ستاسو په خدمت کې دی او هیله لرم چې ټول فعالیتونه د کرنې ریاست سره په همغږۍ ترسره کړئ.»

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

بازگشت