هرات کې د قبالو د وېش بهیر پیل شو

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۱۰:۲۵
هرات کې د قبالو د وېش بهیر پیل شو


۱۳ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هرات په ولایت کې دکرنې وزارت چارواکو او د هرات د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د رسمي برنامې په ترڅ کې د شرعي برېښنايي قبالو د اجراء، ثبت او صادرولو لړۍ پیل شو.
په دې غونډه کې، د هرات ولایت والي شیخ نور احمد اسلام جار، د هرات ولایت د استیناف محکمې رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالله قادري، د هرات ولایت د پوهنې رییس مولوي عبدالله امیني، د کرنې وزارت د ځمکو چارو معینیت د استملاک او بیا میشتیدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، مولوي پیر محمد حلیمي د هرات ولایت د کرنې رییس، د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس شاه جهان جلات، د سروی کدستر رییس مولوي سيد عبدلواحد هارون، د قبالو د اجراء او ثبت رییس مولوي حمیم صادقي، د تصفیې ریاست د مالکیت حق د تصفیې او ثبت آمر عبدالرب صمدي او د هرات ولایت د کورنیو رسنیو استازو ګډون درلود. په هرات ولایت کې د رسمي برنامه په ترڅ کې د دغه ولایت د محترم مقام مشرتابه د سترې محکمې او معارف غړي،  او د وزارت د بیلابېلو څانګو مسوولینو ګډون کړی و.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو د استملاک او بيا مېشتدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري هغه ستونزې په ګوته کړې، چې په تېرو وختونو کې موجودې وې، وويل د یو هېواد پرمختګ او ترقي په امنیت پورې تړلی دی او الحمدلله نن ورځ هېواد په ټولیزه توګه له امنیت څخه برخمن دی. هغه د شرعي برېښنایي قبالو وېش د خلکو او اوسني دولت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلل.
د استملاک او بیا میشتیدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د قبالو وېش د حکومت دنده و بلله او زیاته یې کړه: «د حکومت له مسوولیتونو څخه یو هم د بایع او مشتري ترمنځ د (پېر او پلور) په برخه کې د ملکیت یو شرعي او د اعتبار وړ سند لرلو زمینه برابرول دي، چې د قبالو د وېش لړۍ پخوا په کابل او بلخ  ولایت کې تر سره شوې، اوس په هرات او وروسته د هېواد نورو ولایتونو لکه ننګرهار او کندهار او نورو ولایتونو ته به هم وغځېږي.»
د هرات ولايت والي محترم شیخ نور احمد اسلام جار د ملکیت د سند د درلودلو پر اهمیت او د هغو ستونزو په اړه خبرې وکړې چې د خلکو په منځ کې د شرعي قبالو د نشتوالي له امله رامنځته کېږي، هغه د شرعي اسنادو شتون د ډېرو ستونزو د کمولو لامل و باله او زیاته یې کړه: «د قبالو وېش او ثبت کول د خلکو د ستونزو په حل او د افرادو تر منځ د ټولنيزو ستونزو او قوانينو په له منځه وړلو کې خورا اغېزمن تمامېږي او له بلې خوا د دولت لپاره د عوايدو ښه سرچينه ده.»
دا لړۍ په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امار د سترې محکمې سره تر هوکړې وروسته او د یوې نوې کړن لارې تر طرحه کولو وروسته، د برېښنایې قبالو د ثبت او وېش لړۍ دکرنې وزارت ته وسپارل شو چې موده مخکې لومړۍ د قبالو د ثبت او وېش بهیر د کابل او بلخ په ولایتونو کې افتتاح او اوس هرات درېیم ولایت دی، چې د شرعي برېښنايي قبالو د اجراء، ثبت او صادرولو لړۍ په کې پیل شو.

روند توزیع قباله در ولایت هرات افتتاح شد 

 روند اجراء، ثبت و صدور قباله شرعی الکترونیکی در ولایت هرات طی برنامه رسمی با اشتراک  شماری  از مسوولان وزارت زراعت و مسوولان محلی ولایت هرات افتتاح شد.
در این برنامه شیخ نور احمد اسلام جار والي ولايت هرات، شیخ الحدیث مولوی عبدالله قادری رئیس محکمه استیناف ولایت هرات، عبدالله امینی مسئول معارف ولایت هرات، عبدالعلی عمری رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد وزارت زراعت، مولوی پیر محمد حلیمي رئیس زراعت ولایت هرات، شاه جهان جلات رئیس انسجام امور پروژه های استملاکی، مولوی سید عبدالواحد هارون رئیس سروی کدستر، مولوی حمیم صادقی رئیس اجراء ثبت و صدور قباله، عبدالرب صمدی آمر تصفیه و تثبیت حق مالکیت ریاست تصفیه، متنفذین و رسانه های داخلی ولايت هرات اشتراک نموده بودند.
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد از مشکلات که در گذشته به دلیل نبود سند شرعی وجود داشت یاد  نموده و افزود ترقی و آبادی یک مملکت وابسته به امنیت است، که الحمدالله امروز کشور از امنیت کلی برخوردار می باشد  که الحمدلله افتتاح قباله شرعی الکترونیکی را یک دستاورد بزرگ به مردم و دولت کنونی می‌باشد"
ریس عمومی استملاک و اسکان مجدد توزیع قبال را از وظایف یک حکومت دانسته افزود" از جمله مسوولیت‌های حکومت، توزیع سند ملکیت شرعی به جایداد‌های هموطنان در قسمت بیع ( خرید و فروش) بین بایع و مشتری می‌باشد که  توزیع قباله قبلا در ولایت کابل و بلخ و فعلا  در ولایت هرات  و بعداً به ولایات دیگر کشور مانند ننگرهار، قندهار و سایر ولایات صورت خواهد گرفت".
شیخ نور احمد اسلام جار والی ولایت هرات  در مورد اهمیت داشتن سند ملکیت و مشکلاتی که از سبب نبود قباله شرعی میان مردم به وجود آمده صحبت نموده موجودیت قباله شرعی را باعث کم شدن بسیاری از مشکلات مردم دانست افزودند " توزیع و ثبت قباله می تواند در حل مشکلات مردم و رفع مشکلات اجتماعی و قوانین بین افراد بسیار مؤثر باشد و از سوی دیگر منبع درآمد خوبی برای حکومت است.
این پروسه اخیرا بعد از تفاهم با ستره محکمه امارات اسلامی افغانستان و طرح ایجاد یک طرزالعمل جدید، روند توزیع و ثبت قباله الکترونیکی دوباره به وزارت زراعت تعلق گرفت که چندی قبل توزیع و ثبت قباله در قدم اول در ولایت کابل و بلخ افتتاح و اکنون ولایت هرات سومین ولایتی خواهد بود که شاهد آغاز مجدد روند اجراء، ثبت و صدور قباله شرعی الکترونیکی می‌باشد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۵۰
Background image

بلخ کې د شنوخونو لرونکو سره د چارچي درملو شیندلو پمپونو مرسته وشوه

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ددې ولایت پر یو شمېر شنوخونو لرونکو د چارچي درملو د شیندلو پمپونو مرسته ترسره شوه.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۳۷
Background image

ننګرهار کې د سرو املوکو بڼونه پراخ شوي، سږ کال د څه باندې څلور زره مټریک ټنه حاصل اټکل شوی

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې د سرو املوکو بڼونه جوړ شوي چې د اټکل له مخې به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت په ګربزو ولسوالی کې د کرنې ریاست په همکارۍ د (او.آر.ډي) مؤسسې له لوري د ۵۰۰ مستحقو بزګرانو د پېژندلو سروې روانه ده، څو هغوی ته. . .

بازگشت