هرات کې د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیاته شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۱۵:۸
افزایش ۱۵ درصدی حاصلات انگور در هرات

۹ زمری ۱۳۹۸

د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د انګورو بڼونو ارزونې او حاصلات ښیي، چې سږکال د دغه ولایت د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زیاته شوې ده.

دهرات ولایت د کرنیزو چارو امر بشیراحمد احمدي دغه زیاتوالی بې مخینه بولي او زیاتوی: «په هرات کې په ټولیزه توګه په اته زره هکټاره ځمکه کې د انګورو بڼونه جوړ شوي دي. د سږکال د ارزونو پر اساس به زموږ د تولید کچه څه باندې ۱۳۵ زره مټریک ټنه وی.»

د هرات بڼوال هم د خپلو انګورو بڼونو حاصلاتو ته خوښ دي او وایي، چې په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ډېر شوي او دوی یې لامل، «د انګور بڼونو په برخه کې د کرنې وزارت همکارۍ، د نباتي افت وژونکو پروخت وېش او ددې وزارت سالمې لارښوونې» بولي.

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یو تن بڼوال عبدالزبیر«پیرمرد» وایي: «زما د انګورو د بڼونو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ډېر ښه دي، بڼونه مې پراخې شوي او د تاکونو افتونه کم شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د هرات ولایت د انګورو بڼونو د کرکېلي سیمه اووه زره او ۷۰۰ هکټاره او لاسته راغلي حاصلات یې ۱۲۰ زره ټنو ته رسېده. د هرات په ولایت کې د انګورو څه باندې ۴۸ ډوله (ورایټۍ) موجودې دي، چې مشهور هغه یې لعل، حیطه، فخري، شینگل‌خاني، میراحمدي او کشمشي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت