نيمروز کې زر بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړ شول

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۰:۵۷
نيمروز کې زر بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړ شول
۲۱ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د نيمروز ولایت په مرکز زرنج او ددې ولایت په چخانسور، كنگ او خاشرود ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړ کړي دي.
د نيمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: «د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د د « ASIO» موسسې په مرسته د نيمروز ولایت په مرکز زرنج او په يادو ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شوي دي.»
د نيمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د نيمروز د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره په خپل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسؤولینو سره د نویو پروژو د پلي کېدو په موخه وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

لغمان کې د شېدو راټولولو دوو مرکزونو سره د ۵ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

بازگشت