نورستان کې د غنمو ١٢ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۳۲
نورستان کې د غنمو ١٢ ننداریزې کروندې جوړېږي

د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د دې ولایت د کامدېش، وانت وايګل، نورګرام او دواب ولسواليو کې د اصلاح شوو غنمو ۱۲ ننداریزې کروندې جوړېږي.
په همدې موخه د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت ۱۲ تنه مخکښه بزګرانو هر یوه ته، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره، ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره او ۱۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې دکرکېلي په پار ورکړل شوه.
دوی زیاته  کړه، چې ددغو ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه مو موخه داده، چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښودل شي، چې نورو سیمه ییزو تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو کروندو اهمیت په نښه او راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
 همدارنګه له وېش څخه وړاندې ګټه اخیستونکو بزګرانو ته د یادو کروندو د کرلو څخه تر حاصلاتو راټولو پورې لارښوونه هم وشوه.
په پای کې ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښي وښوده، چې ورته دغنمو ننداریزې کروندې جوړېږي دوی د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت