نورستان کې د اوبولګولو ۳۰ ودانۍ رغول کېږي

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۱:۵۶
نورستان کې د اوبولګولو ۳۰ ودانۍ رغول کېږي

۱۸ زمری ۱۴۰۰
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «NCRO» همکارې موسسې په تخنیکي مرسته په دې ولایت کې د اوبولګولو ۳۰ ودانۍ بیارغوي.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د اوبولګولو د دغو ۳۰ ودانیو د بیارغولو ټولیز لګښت ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، چې په رغولو سره یې د ګڼ شمېر بزګرانو د کروندو د اوبو ستونزې به هوارې او د اوبو د ضایعاتو مخه به ورسره ونیول شي.
دغه پروژې د نورستان مرکز پارون او ددې ولایت د واما په ولسوالۍ کې پلي کېږي، چې په کې د ویالو، سربندونو او د اوبو د زېرمو بیارغول شامل دي.
د اوبولګولو د یادو ۳۰ ودانیو په بیارغولو سره به ۱۲۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او سلګونه نارینه او ښځینه کروندګر او مالداران به ترې برخمنې شي، او د یاد ولایت د کرنیز سکټور د پیاوړتیا لامل کېږي.
باید وویل شي، چې د یادو پروژو په پلي کولو سره به دیادو سیمو د بزګرانو ډېرې ستونزې هوارې او د کرنیزو محصولاتو د کچې د لوړېدا لامل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۴
Background image

د روزګان خاص روزګان ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي همکارۍ، د روزګان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

دلغمان الینګار کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د چرګانو او اړوندو وسایلو مرسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په الینګار ولسوالی کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۳۱
Background image

ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او بڼوالو ته د کرنیزو سپارښتنو په پایله کې، سږ کال په شپږو ولسوالیو کې د سرو املوکو. . .

بازگشت