ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۹:۴۳
ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۶ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتني مدیریت کارکونکو له لورې د چپرهار،  دور بابا او کوټ ولسوالیو  په کنډی باغ، قلعه شیخ،  انځر بند  کې کرونده ګرو او بڼوالو ته روزنه ورکړل شوه.
 د یادو ولسوالیو د بوټو ساتنې مدیریتونو  له لورې  بزګرانو ته د رومیانوچینجیو، پنبي سپږۍ، افاتو، سرو استعمال، اوبولګولو، کرنیز تناوب مراعت کولو،  هرزه وښو مخنیوي،  د سبو او نورو بوټو کې د ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوه .
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو  کې د کیمیاوي درملو استعمال، دستروسو ناروغیو مخنیوي،  یخ وهنې، د ژغورنې احتیاطي تدابېرو، د درملو زیانونو او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
همدارنګه د دور بابا په شګۍ کلې کې د مېوې مچ لپاره د انارو په بڼونو کې د اېښودل شوي تلکونو څخه لیدنه ترسره شوه،  چې بڼوال تري خوښ او د موثریت یې ډیر دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي؛ ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو خلاص شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت