ننګرهار کې پر ۲۵۰ جریبه ځمکه د غنمو ننداریزې قطعې جوړې شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۹ - ۱۳:۱۰
ننګرهار کې پر ۲۵۰ جریبه ځمکه د غنمو ننداریزې قطعې جوړې شوې

۲۹ غویی ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د «SNaPP2» پروګرام په همکارۍ په دې ولایت کې د غنمو د پرمختللو لارو چارو د ترویج په پار ددې ولایت پر ۲۵۰ جریبه ځمکه د غنمو ننداریزې قطعې جوړي کړي دي، چې اوس یې د فصل راټولولو موسم دی او د اټکل له مخې به له دغو کروندو څخه ۳۵۰ مټریک ټنه غنم راټول شي.
د ننګرهار  د کرنې ریاست وایي، چې دغنمو دغه ننداریزې قطعې د کتار په ډول په ازمایښتې بڼه کرل شوي دي، چې موخه یې د بزګرانو عامه پوهاوی او د حاصلاتو زیاتوالی ده.
د غنمو په دغو ننداریزو قطعو کې بزګرانو ته د غنمو د پرمختللي کرکېلي، د کروندو د مناسبې پالنې لارې چارې او د غنمو د افتونو سره د مبارزې لارې چارې هم ښودل شوي دي.
ددغو ننداریزو قطعو برخمن کروندګر خوښ دي، چې له خپلې کمې ځمکې لوړ حاصل اخلي، چې هم د خپلو کورنیو مصارف پوره کوي او هم په سیمه ییزو مارکېټونو کې یې خرڅوي، چې د وړو په بیه کې به د پام وړ کمۍ راشي.
باید وویل شي، چې په عصري سیستم د غنمو کرکيله د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت