ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤل انجنیر خوشحال اصفي او نورو همکارانو سره د روانو، راتلوونکو، تېرو پروژو اوساحوي ستونزو حل په موخه ناسته ترسره کړه.

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤل انجنیر خوشحال اصفي او نورو همکارانو سره د روانو، راتلوونکو، تېرو پروژو اوساحوي ستونزو حل په موخه ناسته ترسره کړه.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون مسؤل انجنیر خوشحال اصفي ووېل، چې یاده اداره د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مؤثره پروژې په پلان کې لري.
نوموړي وویل، چې او د خوړو او کرنې نړۍوالې اداره «اف‌اې‌او» په دې ولایت کې د سبو او مېوو وچولو ماشینونه، دسبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، کرنیز وسایل ،م رخیړي، متراکمه حیواني خوراکه، شاتو مچیو اتحادي جوړول، کانګو وینه بهېدونکی ناروغیو مخنیوي عامه پوهاوي، غوجلو درمل شیندنه، اوبو ښه مدیریت لپاره د کانالونو جوړولو، نغدو مرستو کې دبزګرانو او مالدارانو سره مرستي ترسره کوي.
دغه راز اصفي زیاته کړه، چې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره د دوی مرکزي دفتر د تولیدي شرکتونو سره دنغدي مرستو پروسه پیل کړيی، چې د کرنې او مالدارۍ د برخې پروسس کار خوني کولي شي خپل اسناد او غوښتنلیکونه د مرکزي د فتر سره په انلاین بڼه شریک کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت