ننګرهار کې د مالټو حاصلات ۲۲۱۴ مټریک ټنو ته رسېږي؛ د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۴۷
ننګرهار کې د مالټو حاصلات ۲۲۱۴ مټریک ټنو ته رسېږي؛ د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال به د دې ولایت له کرل شوو بڼونو څخه به د اټکل له مخې ۲۲۱۴ مټریک ټنه د مالټو حاصل تر لاسه شي، چې د تېر کال په پرتله شاوخوا پنځه سلنه زیاتوالی ښيي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې دا مهال د دې ولایت په ۱۳ ولسوالیو؛ کوزکونړ، دره نور، ګوشته، رودات، کوټ، بټي کوټ، اچین، غني خېل، مومندره، سره رود، خوږیاڼي، نازیان او چپرهار کې پر ۲۱۵.۶ هکتاره ځمکه د مالټو بڼونه کرل شوي دي او تمه ده، چې سږ کال به یې حاصل د تېرو کلونو په پرتله ښه وي.
نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال د مالټو د کښت ساحه ۲۰۴.۶ هکتاره وه او ۲۱۰۸.۷۵ مټریک ټنه حاصل ترې تر لاسه شوی و، خو روان کال د کرکېلې د پراخېدو او د بڼونو د ښه مدیریت له امله د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.
ښاغلي محسن همداراز وویل، چې په یادو ولسوالیو کې سلګونو بڼوالو ته د کرنیزو وسایلو مرستې تر څنګ، د بڼونو د پالنې، سرې کارونې، اوبو لګولو او د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې لازمې روزنې ورکړل شوې دي، تر څو بڼوال وکولای شي لا معیاري او زیات حاصل ترلاسه کړي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې په راتلونکې کال کې به هغو بزګرانو ته چې بڼوالۍ سره لېوالتیا لري، د ستروسو او نورو مېوو نوي بڼونه هم جوړ شي، څو د کرنې سکتور پیاوړی او د خلکو اقتصادي وضعیت لا ښه شي.
ننګرهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د مناسبې هوا، حاصل‌خیزې ځمکې او کافي اوبو له امله د ستروسو مېوو د کر لپاره ځانګړی وړتیا لري. مالټه، لېمو او نورې مېوې نه یوازې د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د صادراتو له پلوه هم ارزښت لري. په وروستیو کلونو کې د کرنې ریاست د بڼوالۍ پراختیا ته د ځانګړو پروګرامونو له لارې پاملرنه کړې، چې پایله یې د حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو عاید لوړوالی بلل کېږي.


حاصل مالته در ننگرهار به ۲۲۱۴ متر‌یک تُن رسید؛ پنج درصد افزایش نسبت به سال گذشته
۹ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جمادى‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار می‌گوید که امسال از باغ‌های مالته در این ولایت به‌گونه تخمینی ۲۲۱۴ متر‌یک تُن حاصلات به‌دست خواهد آمد که در مقایسه با سال گذشته حدود پنج درصد افزایش را نشان می‌دهد.
محمدولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که هم‌اکنون در ۱۳ ولسوالی این ولایت؛ کوز کنر، دره نور، گوشته، رودات، کوټ، بتی‌کوټ، اچین، غنی‌خیل، مومندره، سره‌رود، خوگیانی، نازیان و چپرهار، در مجموع بر ۲۱۵.۶ هکتار زمین باغ‌های مالته ایجاد شده و انتظار می‌رود که امسال نسبت به سال‌های گذشته محصول بهتری داشته باشد.
او افزود که سال گذشته ساحه کشت مالته ۲۰۴.۶ هکتار بود و ۲۱۰۸.۷۵ متر‌یک تُن محصول از آن برداشت شده بود، اما امسال به‌دلیل گسترش ساحه کِشت و مدیریت بهتر باغ‌ها، میزان حاصلات افزایش یافته است.
آقای محسن همچنان گفت که در این ولسوالی‌ها صدها باغدار، علاوه بر دریافت کمک‌های وسایل زراعتی، در بخش‌های نگهداری باغ‌ها، استفاده از کود، آبیاری و جلوگیری از بیماری‌ها آموزش‌های لازم را فرا گرفته‌اند تا بتوانند محصول بهتر و با معیار بلند تولید کنند.
او اطمینان داد که در سال آینده برای آن عده از باغدارانی که علاقه‌مند باغداری هستند، باغ‌های تازه ستروس‌ها و سایر میوه‌ها نیز ایجاد خواهد شد تا سکتور زراعت تقویت شده و وضعیت اقتصادی مردم بهتر گردد.
ننگرهار از جمله ولایت‌های مستعد افغانستان در کشت میوه‌های ستروس است و به‌دلیل آب‌وهوای مناسب، زمین حاصل‌خیز و منابع کافی آب، برای رشد باغ‌های مالته، لیمو و سایر میوه‌های مشابه ظرفیت بلند دارد. این میوه‌ها علاوه بر تأمین نیاز بازار داخلی، در بخش صادرات نیز ارزش قابل توجهی را تشکیل می‌دهند. در سال‌های اخیر ریاست زراعت با اجرای برنامه‌های ویژه در بخش باغداری، به توسعه این سکتور توجه کرده که نتیجه آن افزایش حاصلات و بهبود درآمد باغداران عنوان می‌شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۵
Background image

لغمان کې یوشمېر شنوخونو لرونکو ته د نباتي درملو شیندلو پمپونو مرسته ووېشل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د ۳۱۴ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت ۲۰ شنوخونو لرونکو ته د ۲۰ لیتره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۳
Background image

لغمان کې د یوې پروژې له لارې ۲۷۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودیجې له لارې د لغمان د کرنې ریاست اړوند د ځمکو د زهکشۍ پروژه، چې ټول ارزښت یې ۶۲۲ زره افغانۍ ده،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۲۱
Background image

له کندهاره تر قطره؛ د کرنیزو صادراتو نوې دروازه پرانیستل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ او د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، قطر هېواد. . .

بازگشت