ننګرهار کې د شاتو مچیو روزونکو ټولنې ستونزو ته رسېدنه کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۹:۳۴
ننګرهار کې د شاتو مچیو روزونکو ټولنې ستونزو ته رسېدنه کېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق ددې ریاست په مقر کې د ننګرهار د شاتو مچیو روزونکو او د شینوارو شاتو مچیو روزونکو ټولنو له مسؤلینو سره د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د دواړو ټولنو مسؤلینو خپلې ستونزې د کرنې ادارې له مرستیال سره شریکې کړي، د ننګرهار د کرنې ادارې مرستیال د کارونو د شفافیت او ننګرهار کې د مچیو روزونکو فارم لرونکو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یي کړه، چې د دواړو ټولنو چارواکي مکلف دي، چې د شاتو مچیو روزنې سکتور لا تقویه کړي.
د ننګرهار دکرنې ریاست مرستیال ډاډ ورکړ چې د ننګرهار دکرنې ریاست  هڅه کوي تر څو د ښیوې ولسوالۍ د ببېرو ځنګل په څېر په نورو ولسوالیو کې هم د شاتو مچیو روزونکو ته د بېرو ځنګلونه جوړ کړي تر څو دغه سکتور لاپسې تقویه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت