ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې د شخړې هوارولو په پار هڅې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۰:۳۷
ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې د شخړې هوارولو په پار هڅې


۲۶ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ د اچین ولسوالۍ د ساپي قوم او د اسپین غر ولسوالۍ د علي شیرخېلو ترمنځ د شخړې د هواري په موخه د ننګرهارمرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، د سيمه ييزو ادارو يو شمېر ریيسانو او د دواړو قومونو مخورو او مشرانو په شتون کې غونډه دائره شوه.
یاد دوه قومونه له ډېرې مودې راهیسې د ځمکې پر سر شخړه لري او په دې جګړو کې د یادو دواړو قومونو لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په ننګرهار ولايت کې د ساپيانو او چرخي قومونو ترمنځ د شخړو د هواري په موخه د دوربابا او هسکې مېنې ولسواليو د دولسو کسانو قومي جرګه جوړه شوې وه، چې د دغو دوو قومونو ترمنځ د شخړې د هواري په موخه هلې ځلې وکړي، خو تر اوسه پورې په شخړه کې ښکېلو قومونو جرګې ته د پرېکړې واک نه دی ورکړی او د جرګې هڅو کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه کړې، له همدې امله د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د جرګې غړو او د دواړو قومونو استازو او مشرانو سره په جلا جلا ناستو کې له دوی څخه وغوښتل، چې شخړې ته د پای ټکی کېږدي او او له هغوی څخه يې د جرګې د پرېکړو د عملي کولو ژمنه واخیست، چې دوی به د جرګې پرېکړو ته درناوی کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د ساپی او علي شیرخېلو قومونو له استازو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د دوی تر منځ شخړه پای ته ورسوي.«د افغانستان د اسلامي امارت نظام د زرګونو شهیدانو په وینو حاکم شوی او هره پریکړه چې وغواړي پلي کوي، نو هڅه وکړئ چې دا شخړه په خپل منځ کې حل کړئ او یا د جرګې له پریکړې راضي اوسئ، که په یادو دوو لارو ستاسو ستونزه حل نه شو. نو د افغانستان اسلامي امارت اړه ده، چې ستاسو ستونزه د حقوقي ادارو او محاکمو له لارې حل کړئ، ځکه په کومه ځمکه چې تاسو پرې جګړه کوئ، په اصل کې امارتي ځمکه ده، او تاسو باید له قانوني لارې او د امیرالمؤمنین د حکم سره سم پر یاده ځمکه تصرف ولرئ.»
په دې ناسته کې دقومي جرګې غړو او په شخړه کې ښکېلو مشرانو د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ له پرېکړو څخه خپل اطاعت څرګند او ډاډ يې ورکړ چې د جرګې پرېکړې به مني.
په دې ناسته کې د ننګرهار د کانال رييس ملا غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکنرې رييس مولوي عبدالستار محمد، د کرنې وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدين مستعین او د مالي او اداري مرستیال تخنیکي سلاکار امین الله ځواکمل شتون درلود.

تلاش جهت حل منازعه زمین میان دو قوم در ننگرهار
۲۶ اسد ۱۴۰۲ ه‍.ش
نشستی به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت به منظور حل منازعه  قوم سی پای ولسوالی‌ اچین  و علی شرخیل ولسوالی اسپین غر با حضور مولوی سعید احمد بنوری معاون والی ننگرهار، شماری روئسای ادارات محلی و بزرگان و متنفذین دو قوم ذکر شده برگزار شد.
این دو قوم از مدتها بدینسو بالای زمین باهم در منازعه هستند که این منازعه باعث کشته و زخمی‌ شدن ده‌ها تن از دو قوم متذکره شده است.
به منظور حل منازعه میان قوم سی پای و چرخی در ولایت ننگرهار  یک جرگه قومی دوازده نفری از ولسوالی‌های دوربابا و هسکه مینه ایجاد شده بود تا منازعه بین این دو قوم را حل نماید؛ اما تا حالا اقوام شریک در منازعه صلاحیت فیصله را به جرگه نداده اند و نتیجه مثبتی از تلاش‌های جرگه بدست نیامده بود به همین منظور معین مالی و اداری وزارت زراعت طی نشست‌های جداگانه با اعضای جرگه و نماینده‌گان و بزرگان هردو قوم دیدار کرده و از آنها خواست که به منازعه پایان بخشند و از آنها تعهد گرفت که به فیصله‌های جرگه پایبند و متعهد باشند.
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت‌، آبیاری و مالداری از  نماینده‌گان اقوام سی پای و علی شرخیل خواست که هرچه زودتر منازعه بین خود را پایان بخشند « نظام امارت اسلامی افغانستان با خون هزاران شهید حاکم شده است و تصمیمی را که بخواهد تطبیق می‌نماید پس کوشش کنید که این منازعه را در بین خود حل نمایید و یا به تصمیم جرگه قناعت کنید اگر به این دو طریق مشکل شما حل نشد پس امارت اسلامی افغانستان ناگزیر است که از طریق نهادهای حقوقی و محکمه مشکل شما را حل نمایید چون زمینی که بالای آن دعوا دارید در اصل زمین امارتی است و شما باید از مجراهای قانونی آن و مطابق حکم امیرالمومنین بالای زمین تصرف داشته باشید».
در این نشست اعضای جرگه قومی و بزرگان شریک در منازعه فرمان برداری خویش را از تصامیم رهبری امارت اسلامی افغانستان ابراز داشته و اطمینان دادند تصامیم جرگه را قبول می‌نمایند».
در این نشست مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت ننگرهار، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت و امین الله زواکمل مشاور تخنیکی معین مالی و اداری وزارت زراعت حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت