ننګرهار کې د دامنتل سربند او کانال د رغولو چارې پیل شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۱۰
ننګرهار کې د دامنتل سربند او کانال د رغولو چارې پیل شوې

۶تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (DRC) مؤسسې په تخنیکي او د (UNDP) دفتر په مالي لګښت ددې ولایت د مهمندرې ولسوالی اړوند د دامنتل سربند او کانال د رغولو چارې رسماً پیل کړي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق، د (DRC) مؤسسې چارواکو، د ولسوالی سیمه ییزو چارواکو او یوشېر اوسیدونکو حضور درلود. 
د ننګرهار دکرې ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق په خپلو خبرو کې د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پروژې په تطبیق کې کیفیت ته پاملرنه وکړي او په  شفافه توګه په خپل وخت پروژه تطبیق او ګټې اخستني ته وسپاري، او همداراز ځایي اوسیدونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د سیمو مسؤلینو سره د پروژې په پلي کولو کې پوره همکاري وکړي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې ټولیز لګښت شپږ میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې یې د ۹۰ متره اوږدوالې په اندازه یو سربند، د ۳۰۰ متره اوږدوالې په اندازه د اوبو کانال، د ۳۰ متره اوږدوالې په اندازه یو استنادي دېوال، یو پلچک او لس ورښونه په اساسي ډول رغول کېږي.
همداراز ددې پروژې په ترڅ کې  د ۱۳۰۰ متره اوږدوالې په اندازه کانال هم پاک کاري کېږي، چې د دې پروژې په تطبیق سره به په یاد کلي کې نږدې ۱۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت