ننګرهار کې د تېلي او صنعتي نباتاتو ٦٠ ننداريزې کروندې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۵:۵۷
ننګرهار کې د تېلي او صنعتي نباتاتو ٦٠ ننداريزې کروندې جوړېږي

۲چنګاښ ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې دتېلي او صنعتي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا او د تولید زیاتوالي په پار د تېلي نباتاتو ٦٠ ننداریزې کروندې جوړوي.
یاد ننداریزې کروندې، چې په کې ممپلې، کونځلې، لمرګل او سویابین شامل دي د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې جوړېږي.
د ننګرهار کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ننداريزو کروندو د جوړولو په پار پر يوشمېر بزګرانو د يادو نباتاتو تخمونه او کيمياوي سرې وېشل شوي دي. د دوی په خبره په دې ولایت کې د ممپلي ١٣، د کونځلو ٧، د لمرګل ٢٠ او د سویابینو ٢٠ ننداریزې کروندې جوړېږي، چې د جوړولو په پار یې هر بزګرته د ننداریزو کروندو جوړولو په پار د ممپلیو ١٥ کېلو اصلاح شوې تخم او ترڅنګ یې ۲۵ کیلو «ډي،ای، پي» او ۵۰ کیلو یوریا سره وکړل شوي دي او دغه راز د کونځلو ٧ ننداریزو کروندو جوړولو په پار هر بزګر ته د کونځلو درې کیلو اصلاح شوې تخم او ترڅنګ یې ۲۵ کیلو «ډي،ای، پي» او ۵۰ کیلو یوریا ، دلمرګل څلور کیلو اصلاح شوي تخم او ترڅنګ یې ٢٥ کیلو ډي آي پي او ٥٠ کیلو یوریا او د سویابینو ١٢ کیلو اصلاح شوې تخم ترڅنګ ٢٠ کیلو ډي آي پي او ١٥ کیلو یوریا سره وکړل شوي دي.
د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو موخه د صنعتي او تېلي نباتاتو دودول دي.
د یادو ننداریزو کروندو په جوړولو سره، د برخمن شویو بزګرانو ترڅنګ نور بزګران هم کولی شي، چې د یادو بوټو د کرکېلي او روزنې لارې چارې زده کړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې د منظمو ترویجې او تشویقي برنامو په لاره اچولو سره په دې ولایت کې د یادو ارزښت لرونکو نباتاتو د تولید او پروسس صنعت پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت