ننګرهار کې  پر ۶۰ جریبه ځمکه د بېرو ځنکلونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۹:۲۰

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د شین زر شرکت په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالې لګښت په ثمرخېلو او ګردي کڅ کې د بېرو ځنګلونه جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، شین زر شرکت په ننګرهار کې پر ۶۰ جریبه ځمکه  ۲۰ زره د بېرو نیالګیو کینولو لپاره دتراسونو جوړولو چاري پیل کړي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره د بېرو نیالګیو پالنه او روزنه تر یوي ټاکلي مودې دشین زر شرکت او ورورسته د ولسي خلکو لورې ترسره کېږي.
د ننګرهار کرنې ریاست هڅه کوي په غونډیو او  دښتو کې د دبېرو ځنګلونه جوړ کړي؛  ترڅو د خاوري د تخریب مخنیوی وشي،  د ځمکي لاندې اوبه تقویه شي، دنړیوال ګرمایښت د منفي تاثیراتو مخنیوی وشي،  د هوا د تصفیې ترڅنګ به د شاتو مچیو روزونکو ستونزي تر یو بریده  حل شي.
وړاندې تردې هم د ننګرهار د کرنې ریاست پر اتیا هکتاره ځمکه د بېرو ځنګلونه جوړ کړي  .
بېرې ونو د کر له برکته به د شاتو مچیو روزلو ته لا زیات پام وشي او ورسره به د مچیو روزونکو ستونزې به ترډېره بریده ختمې شي.
 د بېرې ونې شهد ( عسل ) په نړۍ کې زیات شهرت او مینه وال لري .
د بېرې میوه صحي او خوندوره ده، ونې يې تل شنې وي، کلنۍ وده یې نسبت و نورو ونو ته څو چنده زیاته ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کرنیزو تخمونو د تصدیق چارواکو او د خصوصي سکتور له استازو سره د ازبیکستاني پلاوي لیدنه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ازبیکستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ یوه پلاوي د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو تخمونو د تولید د تصدیق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د فاریاب په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د مل پلاوي په مشرۍ فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ د خاکریز باغکۍ ګنج په اجاره ورکړل شو

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت په تخنیکي همکارۍ د خاکریز ولسوالی د باغکۍ ګنج د یو. . .

بازگشت