ننګرهار: د لعلپور ولسوالی په ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۲ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۲۸ ربیعالاول ۱۴۴۴ ه.ق
دننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ((FAO په مالي او د (Action Aid) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دلعلپور ولسوالی کې په ۱۰۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول شوی دی.
