میکانیزه کرکېلي دودولو په پار هڅې: هلمند کې پر۶۳۰ بزګرانو کرنیز ماشینونه وېشل کېږي
              ٢۶ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې په مالي همکارۍ د ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون د ناوې، مارجې  او نهرسراج په ولسوالیو کې ٦٣٠ تنو بزګرانو سره د کرنیزې ماشینرۍ او نورو اړینو توکو مرسته ترسره کېږي.
د یادو کرنیزو توکو د وېش په پیل غونډه کې د هلمند د ولایت مقام، کرنې ریاست د اړونده ولسوالۍ کرنې مدیریت او اړونده مؤسسې استازو شتون درلود.
په نوموړیو مرستو کې بزګرانو ته د جوارو د کتاري کرنې ماشینونه او نور ملحقات ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د عصري او میکانیزه کرنې دودول او له کمې ځمکي څخه ډېر حاصل ترلاسه کول دي ترڅو کورنۍ پرځان بسېا او د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.
