میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز میدان ښار او ټولو ولسوالیو کې د ۱۵۵ زره غټو او وړو څارویو لپاره د پښو او خولې ناروغۍ «اف‌ام‌ډي» پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو.
د دغه کمپاین د پیل مراسم د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت د مسؤلینو، د کلینیکونو د ارزونې مسؤل او یو شمېر مالدارانو په حضور کې ترسره شول.
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلینو وویل، د ټاکل شوي پلان له مخې به د پښو او خولې ناروغۍ «اف‌ام‌ډي» د مخنیوي په موخه ۱۵۵ زره دوزه واکسین پر غټو او وړو څارویو تطبیق شي.
د مالدارۍ د مسؤلینو په وینا، د پښو او خولې ناروغي د څارویو له مهمو ساري ناروغیو څخه ده چې هر کال د مالدارانو څارویو ته د ناروغۍ، د تولید د کمښت او نورو زیانونو له امله اقتصادي تاوانونه اړوي؛ له همدې امله د دې ناروغۍ پر وړاندې د وقایوي واکسینونو تطبیق د څارویو د روغتیا ساتنې او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د کمولو لپاره مهم بلل کېږي.
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ سکتور د ودې او د څارویو د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د وقایوي واکسینونو د تطبیق پروګرامونو ته دوام ورکوي. د دغه ډول کمپاینونو له لارې د څارویو د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي ترڅنګ، د مالدارانو د څارویو د روغتیا ساتنې، د مالدارۍ د تولیداتو د دوام او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د کمولو لپاره هڅې کېږي.


کمپاین واکسیناسیون ۱۵۵ هزار رأس حیوانات در برابر بیماری تب برفکی در میدان وردک آغاز شد
۱۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردک و با حمایت مالی سازمان جهانی غذا و زراعت «اف‌ای‌او»، کمپاین واکسیناسیون ۱۵۵ هزار رأس حیوانات بزرگ و کوچک در برابر بیماری تب برفکی «اف‌ام‌دی» در مرکز میدان‌شهر و تمام ولسوالی‌های این ولایت آغاز شد.
مراسم آغاز این کمپاین با حضور مسئولان آمریت مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری میدان وردک، مسئول ارزیابی کلینیک‌ها و شماری از مالداران برگزار شد.
مسئولان آمریت مالداری این ریاست می‌گویند که براساس پلان تعیین‌شده، ۱۵۵ هزار دوز واکسین تب برفکی برای پیشگیری از این بیماری بر حیوانات بزرگ و کوچک تطبیق خواهد شد.
به گفته مسئولان، بیماری تب برفکی از جمله بیماری‌های مهم ساری حیوانات است که همه‌ساله به دلیل ابتلا و کاهش تولیدات حیوانی، خسارات اقتصادی به مالداران وارد می‌کند. از این‌رو، تطبیق واکسین‌های وقایوی در برابر این بیماری برای حفظ صحت حیوانات و کاهش خسارات اقتصادی مالداران مهم دانسته می‌شود.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری میدان وردک به‌منظور رشد سکتور مالداری و پیشگیری از بیماری‌های ساری حیوانات، به تطبیق برنامه‌های واکسیناسیون وقایوی ادامه می‌دهد. این برنامه‌ها در کنار جلوگیری از شیوع بیماری‌ها، برای حفظ صحت حیوانات، تداوم تولیدات مالداری و کاهش خسارات اقتصادی مالداران نیز مؤثر است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت