میدان وردګو کې د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ د څارویو د چنجیو ضد خزاني کمپاين پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۹:۴۷
میدان وردګو کې د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ د څارویو د چنجیو ضد خزاني کمپاين پیل شو

۶  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې پراختیا صندوق په مالي او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د څارویو خوندیتوب په پار د څارویو د چنجیو ضد خزاني کمپاين پیل کړي دی، چې په ترڅ کې یې ٤٢ زره او ٨٠٠ ډوزه د چنجیو ضد در مل پر مالدارانو وېشل کېږي.
دغه کمپاين د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار څخه پیل شوی دی، چې ددې ولایت په ولسوالیو کې هم پلي کېږي.
ددې کمپاين موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو خوندیتوب او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت