میدان وردګو ولایت کې د بریا او پرمختګ نیالګی تر عنوان لاندې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۹:۴۹
میدان وردګو ولایت کې د بریا او پرمختګ نیالګی تر عنوان لاندې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

د امیدان وردګو ولایت  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د بریا او پرمختګ تر عنوان لاندې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شوی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو ولایت والي محمد امین عمري او ددې ولایت د ټولو ادارو چارواکو  او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی ؤ.
ددې کمپاین په ترڅ کې به د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نیالګي کېښودل شي.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت له خوا هر کال د کب په میاشت کې د نیالګيو اېښودلو ملي کمپاین پیلېږي، چې په ترڅ کې یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې میلیونونه مثمر او غیر مثمر نیالګي اېښودل کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست سږکال هم څه باندې دوه میلیونه نیالګي تولید کړی دی او ترڅنګ یې د قوریه لرونکو ټولنې او مؤسسې هم څه باندې ۳۲ میلیونه نیالګي تولید کړي دي او ټآکل شوې ده، چې په ۱۴۰۲ یم کال کې به کېښودل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت