میدان‌وردګ کې د یوې ستر او معیاري سړې خونې چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۸ - ۱۰:۱۰
میدان‌وردګ کې د یوې ستر او معیاري سړې خونې چارې پیل شوې
۱۸ وری ۱۳۹۹
د میدان‌وردګ په ولایت کې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې ستر او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې. په دې سړه خونه کې به یو زر او ۵۰۰ ټنه مېوې او سابه وساتل شي.
دا سړه خونه د میدان‌وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې جوړیږي.
ددې سړې خونې د بنسټ ډبره د میدان‌وردګو ولایت والي مظفرالدین یمین له خوا کېښودل شوه. یاد سړه خونه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا ډیزاین شوې ده، د ملي تدارکاتو له خوا ملي پراختیا شرکت ته ورکړل شوې ده او ټاکل شوې ده، چې په یونیم جریبه ځمکه کې ورغول شي.
ددې سړې خونې د بنسټ اېښودو په غونډه کې د میدان‌وردګو ولایت والي مظفرالدین یمین وویل، چې د میدان‌وردګو ولایت په ډېرو ځمکو کې بڼوڼه جوړې شوي دي او ددې سړې خونې جوړېدل ددې ولایت بڼوالو او بزګرانو ته په پراخه توګه د ارزښت وړ او اغېزناک دي.
ددې سړې خونې وړتیا به یوزر او ۵۰۰ مټریک ټنه وي. او دغه راز ددې سړې خونې په جوړولو کې به ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابریږي او په بشپړېدو سره به یې ۳۰ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره شي.
ددې سړې خونې دجوړولو چارې به تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړ او په لمریز برېښنا به سمبال شي.
دمیدان‌وردګو ولایت چارواکي وایي، چې دغه سړه خونه ددې ولایت بڼوالو او بزګرانو لپاره بسنه نه کوي او باید په دې ولایت کې د سړوخونو شمېر ډېر شي.
باید وویل شي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۰ ولایتونو کې ۱۲ سړې خونې ډیزاین کړي دي، چې د ملي تدارکاتو له خوا تایید شوي او ددغو سړوخونو د جوړلو چارې د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوي دي. ددغو سړوخونو دجوړولو چارې به تر راتلونکو دوو کولونو پورې بشپړ شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت