مالي او اداري مرستیال: د ننګرهار کانال ریاست اړوند ټولې ځمکې دې تثبیت شي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۳
مالي او اداري مرستیال: د ننګرهار کانال ریاست اړوند ټولې ځمکې دې تثبیت شي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د یو پلاوي په مشرۍ، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت په ښېوې ولسوالی کې د یاد کانال اړوند له غصب شویو ځمکو او د غصب تر ګواښ لاندې سیمو او دغه راز د مالټې نوې جوړېدونکي فارم او نورو تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي وویل:«ټولې شاړې ځمکې چې کرکېله په کې نه کېږي او د غصب له ګواښ سره مخ دي باید ژر تر ژره دې د کانال ریاست له خوا خکلو ته په اجاره ورکړل شي او یا دغه راز د کانال ریاست له خوا ورغول شي، او په کې فارمونه او نور تاسیسات جوړ شي.»
دغه راز مالي او اداري مرستیال د ننګرهار کانال ریاست چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د یاد کانال اړوند ټولې ځمکې دې باید تثبیت او هغه ځمکې چې غصب شوي دي، د غصب مخنیوي ولایتي کمېټې ته دې معلومات ورکړل شي او ترڅنګ یې مرکز ته هم یو راپور واستول شي، چې له مرکز څخه هم په دې برخه کې مرستې او همکارۍ ووشي، ترڅو د کانال اړوند ځمکې له غصب خلاص شي. 
دا پلاوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د حکم پر اساس ددې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د ننګرها کانال د قرادادونو ارزونې، د ننګرهار کانال سیمې د ځمکو تثبیت او ددې کانال د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو او دغه راز د نورو ځمکو دغصب مخنیوی، د ننګرهار کانال د پورونو بېرته اخیستنې، چې د مختلفو دلیلونو پر بنسټ تر دې دمه پر پوروړو پاتې دي او د ننګرهار کانال په ساحه کې د نویو عایداتي سرچینو تشخیص په پار ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۸
Background image

کابل کې څه باندې ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته د چرګانو او وزو وېش لړۍ پیل شوه

د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آرآراې‌اې»، په همکارۍ ددې ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې« په افغانستان کې د اغېزمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۶
Background image

پکتیا کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خصوصي وټرنر ډاکترانو روزنیز پروګرام پیل شو؛ څه باندې ۱۰۰ زره څاروي واکسنېږي

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د بروسلوز ناروغۍ د. . .

بازگشت