مالي او اداري مرستیال د دعوت او ارشاد او د فرمانونو دتعقیب لوی ریاست چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۶:۷
مالي او اداري مرستیال د دعوت او ارشاد او د فرمانونو دتعقیب لوی ریاست چارواکو سره وکتل

۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان آخند «حاجي سالم» د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس او د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمانونو د تعقیب او څار لوی ریاست کارکوونکو سره په کتنه کې د یادو څانګو ترمنځ د همغږۍ پر پراختیا  ټینګار وکړ.
مالي او اداري مرستیال د دعوت او ارشاد رییس او  د تعقیب او څار لوی ریاست د کارکوونکو دندې او مسوولیتونه ستر وبلل او زیاته یې کړه:«تاسو د وزارتونو، ریاستونو او کارکوونکو د اصلاح په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله ځانګړې استازي یاست، تاسو باید ډېره همغږي ولرئ او باید په زړورتیا سره د امربالمعروف او نهي عن المنکر په برخه کې کار وکړئ او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ټول هغه فرمانونه چې د اداراتو او کارکوونکو د اصلاح په موخه صادر شوي دي، په بشپړ ډول پلي کړي او زه هم په دې برخه کې ستاسو بشپړ ملاتړ کوم.»
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي مفتاح الدین متقي دکرنې په وزارت کې د ادارو او کارکوونکو د اصلاح او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د فریضي د ترسره کولو په برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمانونو د تطبیق ډاډ ورکړ او نورو ادارو سره د همغږۍ د هڅو په اړه  خبرې وکړې.

دیدار معین مالی و اداری با مسوولان ریاست دعوت ارشاد و ریاست عمومی تعقیب فرامین 
۶ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با رئیس و کارمندان ریاست دعود و ارشاد وزارت زراعت و کارمندان توظیف شده ریاست عمومی تعقیب فرامین عالیقدر امیر المومنین حفظه الله دیدار کرده و تاکید به گسترش هماهنگی میان این دو بخش کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت  مسوولیت ریاست دعوت و ارشاد و کارمندان ریاست عمومی تعقیب فرامین را بزرگ دانسته افزود" شما نماینده گان خاص عالیقدر امیر المومین حفظه الله هستین به منظور اصلاح وزارت‌ها، ادارات و  کارمندان و شما باید هماهنگی بسیار زیادی داشته باشید و در راستای امر بلمعروف و نهی عن المنکر باید دلیرانه کار نمایید و تمام فرامین عالیقدر امیرالمومین حفظه الله  که جهت اصلاح اداره و کارمندان صادر شده است را به گونه کامل تطبیق نمایید و من هم در این بخش به گونه کامل از شما حمایت می کنم".
در همین حال مولوی مفتاح الدین متقی رئیس دعود و ارشاد وزارت زراعت از تطبیق فرامین عالیقدر امیرالمومین در راستای اصلاح اداره و کارمندان و انجام فریضه امر بلمعروف و نهی عن المنکر در وزارت زراعت اطمینان داده و تلاش ها جهت انجام هماهنگی با سایر ادارات سخن زد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت