مالدارۍ سکټور کې پانګونې ته د رحيم ګردیزی شرکت لېوالتیا

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۹:۴۴
مالدارۍ سکټور کې پانګونې ته د رحيم ګردیزی شرکت لېوالتیا

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د رحيم ګرديزي شرکت له چارواکو سره وکتل؛ په دې کتنه کې د یاد شرکت چارواکو د مالدارۍ سکټور په برخه خپل لېوالتیا و ښودل.
ددې لیدنې به ترڅ کې د رحيم ګرديزي شرکت چارواکو د مالدارۍ په سکټور او په ځانګړې توګه د پرمخ تللو وسایلو په کارولو سره د چرګانو او کب روزنې په برخه کې د پانګونې په پار خپل ځانګړې طرحې وړاندې کړل او د خپلې طرحې د پلي کولو په پار دکرنې وزارت د همکارۍ غوښتونکي شول.
 د رحیم ګرديزي شرکت یو ملي شرکت دی، چې غواړي  په افغانستان کې د مورنيو چرګانو روزنې برخه کې په نړیوالو معیارونو برابر پانګونه وکړي.
په همدې حال کې، دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري؛ ددې لیدنې په ترڅ کې د رحیم ګرديزي شرکت ځانګړې طرحه ملاحظه او دوی ته ډاډ ورکړل چې دکرنې وزارت په خپلو شته امکاناتو سره چمتو دی، چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د رحیم ګرديزي شرکت تردې وړاندې د وسپنې په برخه پانګونه ګړی دی.

علاقمندی شرکت رحیم گردیزی بر سرمایه‌گذارای در سکتور مالداری 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان شرکت تجارتی رحیم گردیزی دیدار کرد؛ مسوولان شرکت متذکره علاقمندی خویش را مبنی بر سرمایه‌گذاری در سکتور مالداری ابراز داشتند.
در جریان این دیدار مسئولان شرکت رحیم گردیزی طرح مشخص خویش را مبنی بر سرمایه‌گذاری در سکتور مالداری خصوصا مرغداری و پرورش گاو با وسایل و تجهیزات پیشرفته ابراز داشته و خواستار همکاری وزارت زراعت جهت تطبیق طرح‌شان شدند.
شرکت رحیم گردیزی یک شرکت ملی می باشد که می‌خواهد با پرورش مرغ‌های مادری مطابق به معیارهای جهانی در افغانستان سرمایه‌گذارای کند.
در همین حال مولوی عطاءالله الله عمری وزیر زراعت در جریان این دیدار طرح مشخص شرکت رحیم گردیزی را ملاحظه کرده و برایشان اطمینان داد که وزارت زراعت مطابق به امکانات در دست داشته  آماده فراهم نمودن هرنوع سهولت برای سرمایه‌گذاران داخلی و خارجی می‌باشد.
شرکت رحیم گردیزی پیش از این در بخش تولید و فروش آهن آلات سرمایه‌گذارای کرده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت