مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پارهڅې؛ د ننګرهار دوو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۳:۵۵
مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پارهڅې؛ د ننګرهار دوو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

٢۵ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې مالدارانو ته د چوپرړتیاوو وړاندې کولو او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور د ودې او خوندیتوب د هلوځلو په دوام د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت په دوو خوګیاڼو او دور بابا ولسوالیو کې د وټرنرۍ دوه کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د یادو کلینیکونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکو، د یاد ولسوالیو ولسوالان، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې استازو او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
د ننګرهار دکرنې ریاست د څارویو د روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وويل، چې په خوګیاڼو او دور بابا ولسوالیو کې ۸۰ زره یو سومه او ۲۵۰ زره غټ او واړه څاروي د څارویو د خدماتو بي برخي وو،  چې ددي کلینیکونو په جوړولو سره د درملو ترڅنګ واکسینونو، درملنې او لازمو مشورو سره د مالدارۍ سکټور کې به مثبت بدلونونه ولیدل شي.
 ښاغلی بهسودي دغه راز زياته کړه دوه تنو ته د شپږو میاشتو لپاره د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده. 
د ننګرهار دکرنې ریاست د څارویو د روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي دغه راز وویل، چې دیادو کلنیکونو لپاره یو عراده هونډا موټر سایکل،  یو پایه سولري یخچال،  مکمل سولري سیستم،  ۶۶ قلمه د وترنري تخنیکي بسته،  ۳۳ قلمه لوجستیکي بسته او ګڼ نور وسایل ورکړل شو،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۱۹
Background image

خوست کې د نويو چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام مثبتې پایلې 

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د اوبو د اغېزمن مدیریت په لړ کې خپلې هڅې لا چټکې کړې دي، چې په همدې لړ کې د خوست ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

بازگشت