لوګر کې د هالنډ کمېټې چارواکو او د بزګرانو استازو ترمنځ ناسته وشوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
لوګر کې د هالنډ کمېټې چارواکو او د بزګرانو استازو ترمنځ ناسته وشوه 

د لوګرولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د ولسوالیو د کرنیزوچوپړونو مدیریت اود افغانستان لپاره د هالند کميټې مسؤولینو او د اړوندو ولسوالیو د بزګرانوترمنځ ګډه مشورتی ناسته جوړه شوه.
دغه ناسته چې دلوګر ولایت د کرنې اومالدارۍ ریاست دغونډو په تالار کې جوړه شوه وه پکي د مالدارۍ آمر داکتر خان شرین خسروي سربېره د لوګر ولایت دڅلور ګونو ولسوالیو دکرنیزوچوپړونو مدیریت استازو،د اقتصاد ریاست استازی ،د افغانستان لپاره د هالند کمیټې مسؤولینواو د یادو ولسوالیو بزګرانو ګډون درلود.
وروسته د افغانستان لپاره د هالند کمیټې یو تن غړی له لوری ګډونوالو ګډونوالو ته د ناورین پر وړاندې د غبرګون او نوښت تر عنوان لاندې سمینار وړاندی شو.
د افغانستان لپاره د هالند کمیټې مسؤولین په لوګر ولایت کې اوس مهال دوه بېلا بېلې پروژې لري، چې څارویو لرونکو ته د ناروغیو څخه د ساتنې لارښوونو تر څنګ څاریو ته د واکسین تطبیقول دي او د مرکز په ګډون خروار، ازره او څرخ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت