لوګر کې د سطحي اوبو مدیریت «د عامه ځنګلونو او بڼونو جوړولو» پروژه پرانیستل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۴:۲۰
لوګر کې د سطحي اوبو مدیریت «د عامه ځنګلونو او بڼونو جوړولو» پروژه پرانیستل شوه

۲۲  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان او دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي لوګر ولایت د خپل سفر په ترڅ دکرنې وزارت د یوشمېر رییسانو او د لوګر ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې په دې ولایت کې د سطحي اوبو مدیریت «د عامه ځنګلونو او بڼونو جوړولو» پروژه پرانیستل.
یاده پروژه د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالی په ۲۰ جریبه ځمکه کې د بشري ځواک د پراختیا ادارې «بقا» له خوا د نهو میاشتو په موده کې پلي کېږي. اټکل کېږي، چې یاده سیمه په دې ولایت کې په سیاحتي سیمه بدل شي.
په یاده سیمه کې مثمر او غیر مثمرې نیالګي کېنول کېږي، ترڅو سطحي اوبه مدیریت او په دې ولایت کې عامه ځنګلونه او بڼونه ترویج کړي.
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت د مرکز پل علم ترڅنګ د محمدآغې او خروار ولسوالیو د زرغونتیا په پار ۱۶۰۰۰ غیر مثمرې نیالګي غرس او د مثمرو ونو ۴۰ جریبه بڼونه هم جوړ کړي.

پروژه مدیریت آب‌های سطحی ساخت جنگل و باغ عامه در ولایت لوگر افتتاح شد
۲۳ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی و مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری شماری از رییسان و مسوولان در ولایت لوگر پروژه مدیریت آب‌های سطحی «ساخت جنگل و باغ عامه» را افتتاح نموده اند.
این پروژه در ولسوالی محمد آغه این ولایت، در ساحه بیست جریب زمین، توسط انکشاف اداره قوای بشری "بقا" در مدت نه ماه تطبیق می‌شود که توقع می‌رود این ساحه به‌یکی از ساحات بازدید کننده در این ولایت مبدل گردد.
در این ساحات، نهال‌های مثمر و غیر مثمر غرس می‌گردد تا آب‌های سطحی را مدیریت و جنگلات و باغ‌های عامه را در این ولایت ترویج بیشتر دهند.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد،۱۶ هزار نهال‌های غیر مثمر را جهت سرسبزی در ولسوالی‌های پل علم، محمد آغه و خروار غرس و ۴۰جریب زمین را باغ‌های مثمر در این ولایت ساخت ساز نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت