لوګر کې دکرنیزو محصولاتو د بازارموندنې پروګرام پای ته ورسېد

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۶:۲۸
لوګر کې دکرنیزو محصولاتو د بازارموندنې پروګرام پای ته ورسېد


۱۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
دلوګرولایت دکرنې، اوبولګولو اومالداری ریاست د سولی د بنسټ موسسې (AMP/ROP) په همکارۍ دمحمدآغی، څرخ، خروار او مرکز په ګډون ۳۵ تنه بڼوالو او ۵ تنو سيمه ييزو کارمندانو ته د مڼو حاصلاتو، پخېدو ، راټولو، سمبالښت او زېرمه کولو او همدارنګه د ژمني آفاتو او ناروغیو هر اړ خیزه مخنیوی په موخه دوه ورځنۍ ورکشاپ دمسلکي ترینرانو له خوا دائر او همداراز د روزنيز پروګرام په پای کې ۱۹ تنو مخکښو بڼوالو ته د بڼوالۍ اړونده توکي لکه د شا خه بری قیچی، اره، سوان او د مېوې را شکولو آله ووېشل شول.
 دلوګر د کرنې رياست هڅه کوی ترڅوپه منظمه توګه بڼوالو ته د کیمیاوی درملو د استعمال پرځای د نباتي افتونو او مرضونو د مخنیوی لپاره وقایوی  اومیخانیکي لارې چارې بزکرانو ته وښيي ترڅو د دوی په اقتصادي او هم  په روغتيايي برخه کې مثبتې اغیزې ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت