لوګر کې «د کوچیانو د وریو د مزي کولو» برنامه پیل شوی دی

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۱۰:۵۶
لوګر کې «د کوچیانو د وریو د مزي کولو» برنامه پیل شوی دی
 
۲۶ غبرګولی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د « CLAP » پروژه د «DCA» دفتر په تخنیکي همکاریو د لوګر په ولایت کې د کوچیانو د وریو د مزي کولو برنامه پیل کړئ دی.
ټاکل شوې، چې ددې برنامې په لړ کې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰۵ کوچي کورنیو ۴۲۰ وري د ۵۰ ورځو لپاره د «مزي کولو» د برنامې تر چتر لاندې ونیول شي. ددې برنامې په ترڅ کې د وریو د څښتنانو په ۳۰ سلنې ونډې سره هر یوه وري ته ۲۵ کیلو ګرامه بیلانس شوي خوراکي توکي په پام کې نیول شوي دي. ددې برنامې پایله به تر ۵۰ ورځو وروسته د وریو څښتنانو ته څرګند شي.
د یادې برنامې د پلي کېدو موخه د حیواني بیلانس شوي خوراکي توکو پېژندل او دغه راز په لږه موده کې د کورنیو څارویو د مزي کولو لارې چارې ښودل دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت