لوګر ولایت کې په ۲۵۰ سېلاب ځپلو اواړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۱:۲۹
لوګر ولایت کې په ۲۵۰ سېلاب ځپلو اواړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول


۹ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د(IBT)خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د لوګر ولایت مرکز په ګډون د خوښۍ، څرخ او برکي برک ولسوالیو په ۲۵۰ سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر دکرنې رییس مولوی سید امین هاشمي، د اقتصاد رییس انجنیر محمدحامد مظلومیار، د خوښۍ ولسوال مولوی محمدهاشم اخندزاده، د IBT خیریه بنسټ او روسنیو استازو ګډون کړی وو.
په وېشل شویو مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا او چای شامل وو.
د لوګر دکرنې ریاست چارواکي وایي، هلې ځلې کوي چې د خیره بنسټونو په مرسته نورو اړمنو کورو سره هم مرستې او همکارۍ وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل د پراختیايي پلانونو په‌پار د شپږو ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته وسپارل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کولو او ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه، د شپږو ښارګوټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوندو فارمونو کې د غنمو د لو مراسم ترسره شول، چې پکې د یاد شرکت او بېلابېلو څانګو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۲
Background image

د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي. . .

بازگشت