لوړ پوړې پلاوی کډوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار د تورخم بندر څخه لیدنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۰:۸
لوړ پوړې پلاوی کډوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار د تورخم بندر څخه لیدنه وکړه

د یوشمېر اماراتي ادارو د چارواکو په ګډون یو پلاوی ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو او د تورخم د لارې د ستونزو د هواري په موخه د تورخم له بندر څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوی د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، د عامې روغتیا، دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو او یوشمېر اړوندو اداراتو د چاراکو په شتون کې ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
ياد پلاوي د تورخم له بندر څخه د ليدنې پر مهال خپل د سفر موخه څرګند او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره يې د تورخم بندر له چارواکو څخه د لازمو اسانتياوو او تدبيرونو د برابرولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار والي یاد پلاوی ته ډاډ ورکړ، چې د کډوالو د راستنېدو په برخه کې د ننګرهار سیمه ییزه اداره له اړوندو ادارو سره همکاري کوي.
 د امیرالمؤمنین حفظ الله له لارښوونې سره سم، یاده کمېټه دنده لري، چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه او نورو اړینو اسانتیاوو زمینه برابره کړي.

هیئت عالی رتبه جهت ایجاد سهولت برای مهاجرین از تورخم بازدید کرد
ه‍یئتی متشکل از مسوولان چندین اداره امارتی  به منظور اتخاذ تدابیر لازم برای مهاجرینی که از کشور پاکستان و مسیر تورخم برگشت می‌کنند، به ولایت ننگرهار سفر کرده و از بندر تورخم بازدید کردند.
این ه‍یئت با حضور مولوی عبدالرحمن راشد معین مهاجرین وزارت مهاجرین و عودت کننده‌گان، مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مسوولان وزارت‌های صحت عامه، احیاء و انکشاف دهات و شماری از ادارات ذیربط به ولایت ننگرهار سفر کرده اند.
ه‍یئت متذکره در جریان بازدید از بندر تورخم هدف سفر شأن را بیان کرده و خواستار فراهم نمودن سهولت‌ها و تدابیر لازم  از سوی مسوولین بندر تورخم برای مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان شدند.
ه‍یئت متذکره مطابق به هدایت امیر المومنین حفظه الله مسوولیت دارند تا برای مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان در ولایت ننگرهار و سایر ولایات‌ها سرپناه و سایر سهولت‌ها و امکانات لازم را فراهم نمایند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت