لغمان کې ۲۳۰۰ مالدارو کورنیو سره د څارویو د خواراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۴:۳
لغمان  کې ۲۳۰۰ مالدارو کورنیو سره د څارویو د خواراکي توکو مرسته وشوه

۸ چنګاښ ۱۴۰۰
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «NCRO» همکارې موسس په همکارۍ ددې ولایت په ۲۳۰۰ مالدارو کورنیو د څارویو متراکم خوراکي توکي وېشلي دي.
د لغمان دکرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې ددې ولایت مرکز مهترلام ۱۰۰۰ او د قرغیو ولسوالۍ ۱۳۰۰ مالدارانو هر مالدار ته ۲۰۰ کیلو د څارویو خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
یادې مرستې د برخمن شویو مالدارانو د ملاتړ او ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا په پار تر سره شوي دي.
ښاغلی خوشحال وایي، چې د یادو حیواني خوراکي توکو د وېش موخه، د وچکالۍ ځپلو مالدارانو د مالونو خوندي کول، مالدارانو ته د متراکمو خوراکي توکو دودول، دمالدارانو هڅول، د لبنیاتو او غوښو زیاتوالي، د مالونو ښه روزنه، د مالدارانو ملاتړ او په بېړنیو حالاتو کې مالدارانو سره د څاریو د خوراکي توکو مرسته کول دي.
باید وویل شي، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وچکالۍ ځپلو مالدارنو سره د مرستې په پار د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو دوېش لړۍ پیل کړی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت