لغمان کې ۱۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۳۸
لغمان کې ۱۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغان د ځوانانو خدماتي مؤسسې«اې.وای.اس.او»  په تخنیکي همکارۍ او دملګر ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د لغمان ولایت۱۸۰۰ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه.
د مرستې له مخې هر بزګر ته د دوو جریبو ځمکې لپاره ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم،۵۰ کیلوګرامه توره سره او۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
د وېش پرانیسته د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په لاسونو، او د کرنیزو چارو آمر انجینر بریالي همدرد، د اقتصاد ریاست استازي او د «اې.وای.اس.او»  مؤسسې ولایتي مسؤل فضل‌الحق وفاء په حضور کې د مرکز مهترلام له مستحقو بزګرانو سره رسماً پیل شوه.
د وېش پر مهال د لغمان د کرنې رییس له یادې مؤسسې مننه وکړه، چې د کرنیز سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې د بزګرانو ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه ۱۸۰۰ سهمونه به د مرکز مهترلام ترڅنګ الینګار، الیشنګ، دولت‌شاه او بادپښ ولسوالیو مستحقو بزګرانو ته هم توزیع شي.
مولوي عبدالستار محمد د اصلاح شوي تخم په ارزښت او ګټو خبرې کړې او له بزګرانو یې غوښتنه وکړه، چې ورکړل شوی تخم دې د کرنې ریاست او مؤسسې د مسلکي ټیمونو په لارښوونو سره په کتاري ډول وکري، ځکه کتاري کرنه د هر جریب څخه د حاصلاتو په زیاتوالي، او د کرنیزو عملیاتو په ښه ترسره کولو کې مهم رول لري.

در لغمان روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده‌ی گندم و کودهای کیمیاوی برای ۱۸۰۰ دهقان آغاز شد
۱۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به ابتکار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان و با همکاری تخنیکی مؤسسه خدماتی افغان د ځوانانو «AYSO» و حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده‌ی گندم و کودهای کیمیاوی برای ۱۸۰۰ دهقان مستحق در این ولایت آغاز گردید.
بر اساس این برنامه، برای هر دهقان به اندازه‌ی دو جریب زمین، ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده‌ی گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید توزیع شد.
مراسم آغاز این روند توسط مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت لغمان، با حضور انجینر بریالی همدرد آمر امور زراعتی، نماینده‌ی ریاست اقتصاد و فضل‌الحق وفا، مسئول ولایتی مؤسسه «AYSO»، در مرکز مهترلام رسماً آغاز گردید.
در جریان مراسم، رئیس زراعت لغمان از همکاری مؤسسه «AYSO» در حمایت از دهقانان و رشد سکتور زراعت قدردانی کرد و افزود که این ۱۸۰۰ سهم نه‌تنها در مرکز مهترلام، بلکه در ولسوالی‌های الینګار، الیشنګ، دولت‌شاه و بادپښ نیز برای دهقانان مستحق توزیع خواهد شد.
مولوی عبدالستار محمد در سخنان خود بر اهمیت و فواید تخم‌های اصلاح‌شده تأکید کرده و از دهقانان خواست تا این تخم‌ها را مطابق رهنمودهای مسلکی تیم‌های تخنیکی ریاست زراعت و مؤسسه، به‌صورت کتاری کشت کنند؛ زیرا کشت کتاری نقش مهمی در افزایش حاصل‌دهی هر جریب زمین و بهبود روند فعالیت‌های زراعتی دارد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت