لغمان کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۱:۴۳
لغمان کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۲۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي او د «Roots of Peace» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام ۳۴ مخکښو بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د کنټرول په برخه کې دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام دائره کړې وه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن وویل، چې کرکېله او د نیالګیو روزل دنیوي او اخروي ارزښت لري ښآغلي محسن بزګرانو ته په خطاب کې وویل: «تاسو بهترین خلک یی چې نورو وګړو ته ګټه رسوۍ او ستاسې له حاصلاتو انسانان،حیوانات اوپرندګان تغذیه کوي، چې دا کار جاریه صدقه ده.»
د لغمان دکرنې رییس پر ټولو کروندګرو غږ  وکړ چې خپلو ځمکو او بڼونو کې زحمت وباسي او  له دې لارې د هېواد دپرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت