لغمان کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۵:۱۲
لغمان کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

۱۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۲ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی چارې کړندې شوي دي، چې په همدې ترڅ کې د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د قرغیو ولسوالی اړوند د سرخکانو د زنګورې سیمې څخه لیدنه وکړه.
په دې سفر کې د لغمان د کرنې رییس او د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوید قرغیو ولسوالی ولسوال او یوشمېر چارواکو سره په تنه کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځولو موضوعات له دوی سره شریک کړل.
د لغمان دکرنې رییس دغه راز د ځمکي غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان او د اسلامي امارت د کابینې پرېکړې په پار هم ټولو مشرانو ته مالومات وړاندې کړل او له دوی څخه وغوښتل، چې د امارتي ځمکې د غصب څخه دې لاس واخلي او غصب شوي ځمکې دې بېرته امارت را وګرځوې او د امارت د قانون او اصولو پر اساس دې ځمکې په اجاره ونیسي.
باید وویل شي، چې لغمان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت