لغمان کې د مومپلیو حاصلات ډېر شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۵:۲۴
لغمان کې د مومپلیو حاصلات ډېر شوي

۲۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په کچه د ممپلیو حاصلات ډېر شوي، او بزګران یې له مارکېټ څخه هم خوښ دي.
دلغمان کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریس الحاج مولوی محمدولي محسن قرغه یې ولسوالی کې د مومپلیو د پروسس فابریکي او له یو شمېر بزګرانو سره په سیمه کې د هغوی د ستونزو او مشکلاتو اوریدو په موخه لیدنه وکړه.  
د لغمان دکرنې ریاست د خپل ترویجي همکارانو په مټ هڅه کوي چې د کرنیزو ځمکو خصوصیاتو ته په کتو ورته مناسب او ارزښت لرونکې نباتات ور وپېژني، ترڅو زیات حاصلات ترلاسه او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.
په همدې اساس قرغه یې ولسوالی هغو سیمو کې چې شګلنۍ ځمکې موجودي او اوبه کمې دي د مومپلیو کښت زیات شوي دي. 
بزګرانو د پروسس فابریکی د ایجاد له امله خوښي وښوده چې د تېر کال په نسبت یې سږکال حاصلات په لوړه بیه پلورلي او کرنې ریاست د حمایت او ملاتړ څخه یې مننه وکړه.
په پای کې بزګرانو او د پروسس فابریکې مسؤلینو خپلې ستونزې د لغمان د کرنې ریس سره شریکې کړل، چې دکرنې رییس د پانګونې په موخه دوی وهڅول او ورته په خپله برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ او اطمینان ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت