فراه کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۴۸
فراه کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

۲۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د وېش او تطبیق کمپاین په رسمي ډول پرانیستل شو.
دا پروګرام د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې د مسولینو، د مالدارۍ آمریت کارکوونکو او د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو چارواکو په شتون کې ترسره شو.
د فراه دکرنې ریاست چارواکو په خپلو خبرو کې وویل، په دې کمپاین کې به ۸۰ زره ډوزه واکسین د کرنې وزارت له لارې او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ، د ولایتي کچې د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو له لارې به ددی ولایت په  مرکز او ټولو ولسوالیو کې پلي شي.
د دې واکسین د تطبیق موخه د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی، د څارویو د مړینې کمول او د اروزګان ولایت د څارویو د بزګرانو د اقتصاد ملاتړ کول دي.
دا پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې په هېواد کې د څارویو روغتیا ښه کولو او د څارویو پیاوړتیا او لوړ محصولاتو د تولید په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په‌پار د روسیې فدراسیون ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال رسمي سفر

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د یاد وزارت د یوه تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي،. . .

بازگشت