فراه کې سږ کال نږدې ۵۰‌ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي اېښودل کېږي 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۵۱
فراه کې سږ کال نږدې ۵۰‌ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي اېښودل کېږي 

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په ترڅ ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۵۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي اېښودل کېږي.
د فراه دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه نیالګي د طبيعت ښکلا او د هوا پاکوالی په پار کېنول کېږي.  یاد چارواکي ددې ولایت له وګړي وغوښتل، چې  د يو نيالګی د ځان او بل د هېواد لپاره کېنوي.
د فراه ولایت دکرنې ریاست چارواکي زياته کړه، چې سږ کال په فراه کې ټولو دولتي ادارو، ښوونځيو او مدرسو ته په وړيا او ولسي وګړو ته په نغدو پیسو سره د وېش لپاره ۴۹ زره او ۶۰۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي چمتو دي، د دوی په خبره: په مېوه لرونکو نيالګيو کې توت، زردالو او په مېوې کې صبر، مرفان، بنوش، مرسل نيالګي او ګلان چمتو دي.
همدارنګه د نيالګيو د وېش دغه لړۍ د فراه د مرکز په ګډون د دغه ولایت ولسواليو ته هم غځوله شوې ده، چې تر دا مهاله ۹۵۰ دانې نيالګي ديني مدرسو، ۱۲۷۹۰ دولتي ادارو او ۶۰۴۵ هم ولسي وګړو ته وېشل شوي دي.
بايد وويل شي، چې هر کال د کرنې وزارت له لوري د سمسورتيا په موخه د هېواد په کچه د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره کېږي، چې په ترڅ کې یې زرګونه بېلابېل نيالګي وېشل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت