فراه ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۴۶
فراه ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر 

د کرنې وزارت د اجاره ورکونې او قراردادونو تنفیذ د رییس مولوي رشید احمد په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو په ګډون یو پلاوی فراه ولایت ته سفر وکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ د لارښوونې  پر اساس، د فراه ولایت د کرنې ریاست د چارو څارنې او ارزونې په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قراردادونو تنفیذ او اجاره ورکونې، مالي او حسابي، تخنیک او ترانسپورټ او عشر او زکات ریاستونو د کارکوونکو په ګډون یو اوه کسیز پلاوی،  فراه ولایت ته سفر وکړ تر څو د کرنې ریاست چارې وڅاري.
د دغه سفر په ترڅ کې یاد پلاوي لومړی د فراه ولایت له مرستیال والي سره وکتل او مرستیال والي ته یې د خپل سفر موخه تشریح کړل او د هغه د تطبیق په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د فراه مرستیال والي د کرنې وزارت د پروګرامونو هرکلۍ وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د یاد پلاوی د کاري پلانونو د تطبیق په برخه کې به لازمه همکاري وکړي.
د کرنې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه ګډ پلاوي چې فراه ولایت ته سفر کړی دی، ټاکل شوې چې ددې سفر په ترڅ کې، چې د هر ریاست په استازيتوب یو کارکوونکی ګمارل شوی دی، هر یو د خپل ریاست اړوندې چارې پر مخ یوسي او د چارو له بشپړیدو وروسته بېرته مرکز ته راستون شي.


سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت فراه 
هیئتی متشکل از کارمندان چندین ریاست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی رشید احمد رئیس اجارده دهی و تنفیذ قرار دادهای وزارت زراعت به ولایت فراه سفر کردند.
طبق هدایت رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری هیئت هفت نفری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری شامل کارمندان ریاست‌های اجاره‌دهی و تنفیذ قرار دادها، مالی و حسابی، تخنیک و ترانسپورت و عشر و زکات به ولایت فراه سفر کرده و امورات وزارت زراعت را در ولایت فراه بررسی می‌نمایند.
هیئت متذکره در جریان این سفر در نخست با معاون والی ولایت فراه دیدار کرده و هدف سفر شان را برای معاون والی بیان کرده و خواستار همکاری در تطبیق آن شدند.
در همین حال معاون والی فراه از برنامه های وزارت زراعت استقبال کرده و اطمینان داد که همکاری لازم را هت تطبیق برنامه های کاری هیئت متذکره انجام می‌دهد.
هیئت مختلط از ریاست‌های مرکزی وزارت زراعت که به ولایت فراه سفر کرده اند قرار است در جریان این سفر که به نماینده گی از هر ریاست یک کارمندان توظیف گردیده است هریک امورات رسمی ریاست‌های خویش را به پیش ببرند و پس از تکمیل امورات دوباره به مرکز برگردند.
 
 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت